د افغان دولت مرکچي پلاوی ولسمشر غني سره د مذاکرو پر نورو پړاوونو بحث کوي

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی

د دولت مذاکره کوونکی هیئت به نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د مذاکرو پر نورو پړاوونو بحث وکړي.

جمهوري ریاست وايي، په دې کتنه کې به د مذاکرو پر راروانو پړاوونو، له خلکو سره د کتنو او نورو مسایلو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال په همدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي چې لومړی پړاو مذاکرات پای ته ورسول، کابل ته راغلل او له ولسمشر غني سره‌یې وکتل. ولسمشر هغوی ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، څو د افغانستان د خلکو سلا مشورې په دوهم پړاو خبرې کې منعکسې شي. دوی به نن د خپلو لیدنو کتنو راپور ولسمشر ته ورکړي."

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي به راروانه سې شنبه په قطر کې تر ۲۰ ورځنۍ وقفې وروسته یو وار بیا مذاکرې پیل کړي.