وسله‌والو کسانو د پاکستان په بلوچستان کې ۱۱ هزاره وګړي ووژل

ارشیف، د پاکستان بلوچستان کې پاکستاني پولیس

وسله‌والو کسانو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۱۱ هزاره وګړي په ډزو ووژل.

د بلوچستان د پولیسو یوه ویاند نورالله نن رسنیو ته وویل، دغه ۱۱ کسان چې د ډبرو سکرو کان کېندونکي وو، د تېرې شپې په حمله کې وژل شوي دي.

یوه بل امنیتي چارواکي وویل حمله د مرکز کوټې په ۴۸ کیلومترۍ کې د مچ په نوم د ډبرو سکرو د کان ساحې ته نږدې شوې ده.

کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت نه‌دی منلی.