پومپیو: له نږدې یوه کاله افغانستان کوم امریکايي سرتېری نه‌دی وژل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له نږدې یوه کال راهیسې یې کوم سرتېری په افغانستان کې نه‌دی وژل شوی.

مایک پومپیو تېر ماخوستن پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره لیکلې او ده د افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې خبرې یې "د پام وړ پرمختګ" بللی دی.

پومپیو وړاندې لیکلي، د دوی مأموریت په افغانستان کې د القاعده شبکې او امریکا ته د ورپېښو ګواښونو له‌منځه وړل دي او په خبره‌یې دې کار لپاره افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته هم اړتیا نه‌شته.

نوموړي ویلي، دوی دا کار (د زړورو افغانانو) یا افغان ځواکونو په وسیله کولای شي.

نږدې یو کال وړاندې دوحه کې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته طالبانو پر امریکایي اهدافو خپل بریدونه ودرول او امریکا هم ژمنه وکړه چې تر ۱۴ میاشتو خپل ټول سرتېري له افغانستانه باسي.