مشرانو جرګه نن د خبریالانو د هدفي وژنو پر موضوع بحث کوي

ارشیف، د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې تالار

ټاکل شوې د افغانستان مشرانو جرګه نن په خپله عمومي غونډه کې د خبریالانو په هدفي وژنو بحث وکړي.

دې جرګې پرون په یوه خبرپاڼه کې پر خبریالانو بریدونه د بیان پر ازادۍ بریدونه وبلل او ویې‌ویل چې مخنیوي ته‌یې باید جدي پام وشي.

دا بحث داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ (د غور غږ) راډیو مسؤل بسم‌الله عادل په غور کې د نامعلومه وسله‌والو په ډزو کې ووژل شو.

دا له تېرو دوو میاشتو راهیسې پنځم افغان خبریال دی چې مخامخ بریدونو او چاودنو کې وژل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون وویل، ۲۰۲۰ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۱۲ پېښې شوي چې اته هغه‌یې د قتل دي.

تېره ورځ د کابل پرس کلب او د خبریالانو د دفاع کمېټې له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او دغه‌راز ملي شورا وغوښتل چې پر حکومت فشار راوړي چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي.