د افغانستان مشرانو جرګه د خبریالانو پر هدفي وژنو بحث کوي

د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل چې تېره ورځ په غور کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره ووژل.

مشرانو جرګه سبا یکشنبه د ژورنالیستانو د هدفي وژنو او امنیت پر مسئلې په عمومي مجلس کې بحث کوي.

وروسته ترهغې چې تېره ورځ دغور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د" صدای غور" راډیو مسئول مدیر بسم الله ایماق ووژل شو، کابل پریس کلب او د ژورنالیستانو دفاع کمېټې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سربېره له مشرانو جرګې او ولسي جرګې هم وغوښتل چې د ژورنالیستانو د مظلومیت غږ دې بدرګه کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلم یار ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به تر عمومي بحث وروسته مشرانو جرګه د جرګې په پرېکړه کې هم دې موضوع ته ځانګړی ځای ورکړي.