د بشر حقونو کمېسيون د خبریالانو د وژنو پر دوام اندېښنه څرګنده کړه

د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل چې تېره ورځ په غور کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر آزادي راډیو ته ویلي، چې د دې کار دوام د رسنیو پر فعالیتونو ناوړه اغېز کولی شي.

نوموړې زیاته کړه: "له بده مرغه وضعیت د افغانستان د مدنې ټولني، د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو لپاره د اندېښنې وړ دی. موږ په کمېسیون کې پر رسنیو د روان وضعیت په اړه ډېره اندېښنه لرو. د هدفي وژنو دوام په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه ډېر ناوړه پیغام رسوي."

شهرزاد اکبر وايي، حکومت او نړیواله ټولنه دواړه باید د روان وضعیت حساسیت درک او پر وسله والو طالبانو لازم فشار راوړي چې د سولي خبرو په ترڅ کې د تاوتریخوالي بندېدو ته غاړه کېږدي.

نوموړې یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې د خبریالانو او مدني فعالانو د وژنو مسؤلیت ردوي، خو په اړه یې لازم اسناد نه وړاندې کوي.

په تېرو څلویښتو ورځو کې اوه تنه ژورنالیستان په هدفي وژنو کې وژل شوي او په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۵۵ ته رسېږي.