د ملي مصالحې عالي شورا: د سولې دوهم پړاو خبرې به ښې لاسته راوړنې ولري

قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور، آرشیف

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په قطر کې د سولې خبرو د دوهم دور په پیلېدو سره د ښو لاسته راوړنو خبره کوي.

د دولت د سولي مرکچي پلاوي له طالب استازو سره په دوحې کې د خبرو تر لومړني پړاو وروسته شاوخوا درې اونۍ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د بېلابېلو اړخونو سره سلا مشورې وکړې.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن آزادي راډیو ته وویل چې دغه پلاوي ته لازمې سپارښتنې شوي دي.

هغه زياتوي: "لارښود یې ترلاسه کړ د رهبري کمېټې له لوري، دوی چې کومي پوښتنې درلودې هغه هواري شوې. د مذاکراتو اساسي خطوط ورته روښانه شول. د پلاوي صلاحیتونه او دا ټول مسایل واضح شول. دا پلاوی به ښه ملاتړ ولري او پر کومو مسایلو چې توافق کېږي، ښې لاسته راوړني به ولري."

تمه ده د دولت د سولي مرکچي پلاوی د جنورۍ پر پنځمه په دوحه کې له طالب استازو سره د خبرو دوهم دور پیل کړي.