"ايران تر ٢٠ سلنه پورې د يورانيمو د بډاينې پلان لري"

د ايران د يورانيمو يوه بټۍ، آرشیف

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان وايي، ایران تر ۲۰ سلنه پورې د یورانیمو د بډایني پلان لري.

دا فیصدې تر هغه څه لوړه ده، چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان تهران ته ټاکلې وه.

دغه سازمان وايي، ایران پرون په یوه لیک کې دا موضوع په ویانا کې د دوی ادارې ته څرګنده کړې ده.

یاد سازمان په یوې اعلامیې کې د ایران د لیک په اړه لیکلي چې وايي، تهران د هغې مقررې پر اساس چې په دې وروستیو کې د ایران د پارلمان له لوري تصویب شو، په پام کې لري په فوردو اټومي دستګاه کې د یورانیمو بډاینه شلو فیصدو ته ورسوي.

په دې لیک کې، چې د ډسمبر پر ۳۱ استول شوی دی د دغه اقدام د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ایران اوس مهال خپل یورانیم تر شاوخوا ۴،۵ فیصده پورې غني کوي خو د ۲۰۱۵ کال په اټومي تړون کې دوی ته د ۳،۷۶ فیصده بډاینې اجازه ورکړل شوې ده.

که دا اقدام وشي ایران به د اټومې وسلې جوړولو ته ورنږدې کړي.