اکبر: طالبان دې په هدفي وژنو کې د نه لاس لرلو ادعا ثابته کړي

آرشیف، غزني کې د طالبانو انځور

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، طالبان دې ثابته کړي چې په هدفي بریدونو کې لاس نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، چې په هېواد کې د هدفي بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه لري.

د دغه کمېسیون ريیسې شهرزاداکبر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ډول حملو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

اکبر وویل: "په کمېسیون کې د افغانستان د رسنیو پر ټولنې د دې حالت د اغېز په اړه اندېښنه لرم. د هدفي وژنو دوام په افغانستان کې د خبریالانو د نه خوندیتوب په برخه کې بد پیغام لري. کومې ځانګړې غوښتنې چې مو مطرح کړې دي هغه تعقیبوو. یعنې د دې ډول حملو د مخنیوي او د هغو د عاملانو د پېژندلو لپاره د حکومت لا ډېرې هڅې."

شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رييسې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې په هلمند، کابل، ننګرهار، غزني او غور کې پر خبریالانو خونړي بریدونه وشول.

د دغو بریدونو وروستی قرباني د غور غږ راډیو مسوول بسم الله عادل و چې د جمعې په مازدیګر کور ته د تګ په لاره کې ووژل شو.

بسم الله عادل

د افغانستان حکومت وايي چې پر خبریالانو او نورو مخورو د طالبانو له لوري هدفي بریدونه کېږي خو طالبان وايي، چې دوی په دې بریدونو کې لاس نه لري.

د بشري حقونو د کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وايي، که طالبان په دې بریدونو کې لاس نه لري خپله ادعا دې ثابته کړي.

هغې زياته کړه: "طالبان معمولاً په دې قتلونو کې لاس لرل ردوي. خو تر دې وراخوا کوم سند نه وړاندې کوي. له هغوی څخه د رسنیو د ټولنې غوښتنه دا ده چې که لاس په کې نه لرئ، اسناد وړاندې کړئ او یا د تحقیقاتو په پروسه کې همکاري وکړئ."

دې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان پر حکومت او طالبانو فشار راوړي چې اوربند وکړي.