افغانستان کې د ښځینه متشبثینو د فعالیت په پراختیا ټینګار

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د ښځینه متشبثینو د فعالیت په پراختیا ټینګار کوي.

د دغه خونې مشره منیژه وافق وایي، متشبثې مېرمنې د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مېرمن وافق ازادي راډیو ته وویل چې وړمه ورخ یې له ولسمشرغني سره په ناسته کې د سوداګرو مېرمنو ستونزې شریکې کړې او ولسمشر غني هم د هواري ډاډ ورکړی.

مېرمن وافق وايي، له افغان ولسمشر یې غوښتي چې د کرونا ویروس له امله له زیانمنو متشبیثو مېرمنو سره دې د شفاف مېکانېزم له لارې مرسته وشي.

د نوموړي په خبره، ښاغلي غني ژمنه ورسره کړې چې ښځینه متشبثینو ته به په کابل او ولایتونو کې ځمکې ورکړل شي او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته یې لارښوونه کړې چې د ښځو له پارکونو او مارکېټونو څخه باید واضح استفاده وشي او د سوداګرو مېرمنو د پیاوړتیا لپاره اړین اقدمات ترسره کړي.

دا مهال په کابل او ولایتونو کې ۲۴۷۱ متشبیثې مېرمنې په انفرادي او ګروپي ډول فعالیت کوي.