"پر کابل پوهنتون د برید یو طراح محمد عادل په اعدام محکوم شو"

پر کابل پوهنتون د برید دوه تنه طراحان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پر کابل پوهنتون د برید د طراحانو د ډلې یو غړی په اعدام محکوم شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون جمعه د غبرګولي په دولسمه پر ټویټر لیکلي دي چې محمدعادل په کابل کې د یوې علني محکمې په ترڅ کې په اعدام محکوم شوی، خو ښاغلي آرین په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

له دې مخکې د افغانستان سترې محکمې په اسلامي دولت ډله یا داعش کې د غړیتوب، د ماینونو د ایښودلو، انسان تښتونې او د چاودېدونکو موادو د لېږد په تورونو عادل ته د اعدام او څلورو نورو کسانو ته د ۱۲ او ۲۵ کلونو ترمنځ د حبس په بېلابېلو دورو د محکومیت خبر ورکړی و.

سترې محکمې ویلي چې دا حکم ابتدايي دی او تورن کولای شي چې د استېناف غوښتنه وکړي.

پر کابل پوهنتون حمله د لړم یا عقرب په ۱۲مه نېټه د دوو کسانو له خوا وشوه. په دې حمله کې چې مسوولیت یې داعش ډلې ومانه د رسمي ارقامو له مخې ۲۲ کسان مړه او نژدې دېرش نور ټپیان شول.