ایران په پام کې لري چې د یورانیمو غني کول په سلو کې شلو ته لوړ کړي.
د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ په اداره کې د روسیې سفیر میخایل اولیانوف د جنوري په لومړۍ نېټه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د IAEA عمومي مشر رافایل ګروسي د دې ادارې د مشرانو بورډ ته د ایران د پلان په اړه خبر ورکړی.
#IAEA DG reported to the Board of Governors and #UNSC about intention of #Tehran to start enrichment op to 20%. Usually such confidential reports are leaked to media in 10 minutes. Today it happened in about 2 hours. The person who leaks is a human being - relaxed on the holiday.
— Mikhail Ulyanov (@Amb_Ulyanov) January 1, 2021
په ویانا کې یوه دېره ډیپلومات هم رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې- IAEA خپلو غړو هېوادونو ته په یوه راپور کې د ایران د اهدافو خبره یاده کړې خو په دې اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.
د ایران او شپږو پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې تهران یورانیم یوازې په سلو کې تر ۳،۶۷ پورې غني کولای شي خو اوس مهال یې دا اندازه په سلو کې ۴،۵ ته لوړه کړې ده.
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې که تهران د دې موافقې اصول رعایت کړي او د بالسټیک توغندیو د پروګرام او د نیابتي ډلو د ملاتړ په څېر له نورو لانجو لاس واخلي نو متحدایالات به یوځل بیا دې موافقې ته ور وګرځي.