د خېبرپښتونخوا چارواکي: ویجاړ شوی معبد له ایالتي بوديجې رغوو

په کرک کې ویجاړ شوی معبد

د خېبرپښتونخوا چارواکي وايي، غواړي په دې ایالت کې د هندوانو یو معبد- چې د تُندلارو وسله والو له خوا ویجاړ شوی، له ایالتي بوديجې ورغوي.

د پېښور په ۱۰۰ کیلومترۍ کرک سیمه کې د هندوانو دا معبد د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په ۳۰مه نېټه وسوځول شو.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر کامران بنګښ پرون د جنوري په لومړۍ نېټه فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل چې د دې معبد د ویجاړېدو او سوځېدو له کبله سخت خواشینی شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر د دې معبد د سمدستي جوړولو امر کړی.

د پاکستان پولیسو ویلي دي چې د دې معبد د سوځولو په قضیه کې د لاس لرلو په تور یې ۲۶ مشکوک کسان نیولي دي.

په پاکستان کې چې په سلو کې ۹۷ وګړي یې مسلمانان او په سلو کې یوازې دوه هندوان دي، د مذهبي اقلیتونو په وړاندې تشدد او تعصب دود دی.

په خېبرپښتونخوا کې د دې معبد د سوځولو پر وړاندې په هند او د پاکستان په کراچۍ ښار کې پراخ اعتراضونه وشول.