کاربن مونوکساید بوسنیا کې ۸ تنه مړه کړي

عکس تئزیني بڼه لري

د بوسنیا هرزګووینا په جنوب لویدیځ کې اته تنه د کاربن مونوکساید ګاز د تنفس په نتیجه کې مړه شوي دي.

چارواکي وايي، د پېښې ټول قربانیان د ښوونځي او لېسې زده کوونکي او د پوهنتون محصلان دي چې د نوي کال په شپه، د بوسنیا له پلازمېنې سرایوو څخه یو نیم سل کیلومتره لېرې په یوه کلي کې یوځای راټول شوي وو.

د چارواکو په وینا د قربانیانو عمرونه د اتلسو او شلو کلونو ترمنځ وو. د رسنیو د راپورونو له مخې د دوی د مړینې علت د ګاز لیک کېدل و. پولیس همدا راز وايي چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.