په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږدیز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو

بسم الله عادل

په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږديز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو.

په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل نن مازدیګر د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو.

د غور والي مرستیال عزیز الله رادمنش وايي، چې نوموړی د مرکز فیروز کوه په ختیځ کې د پشتې ګزک په نوم سیمه کې وژل شوی دی، چې د وژنې په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي.

د دې وژنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې عادل اوونۍ دوه مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې په کور او موټر یې ډزې شوي او دا موضوع یې له امنیتي مسئولينو سره هم شریکه کړې ده.

له دې سره په تېرو دوه میاشتو کې د افغانستان په پلازمېنه او ولایتونو کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

په کابل کې د طلوع تلویزیون پخوانی ویاند یما سیاوش، په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون خبریاله او ویانده ملاله میوند، په غزني کې د الجزیرې خبریال رحمت الله نېکزاد او اوس په غور کې بسم الله عادل.

افغان حکومت په تېر کې د اکثرو دې وژنو مسئول طالبان ګڼلي دي خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

دغې دلې بیا د بسم الله عادل د وژنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.