په ٢٠٢١ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره کوم موارد مهم ګڼل کېږي؟

نن د  ۲۰۲۱ ميلادي کال لومړۍ ورځ ده

نن د ۲۰۲۱ زېږدیز کال لومړۍ ورځ ده.

یو شمېر عام افغانان او د چارو پوهان وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل په دغه کال کې د افغانستان لپاره مهم موارد ګڼل کېږي.

۲۰۲۰ کال د افغانانو لپاره خونړی کال و او تاوتریخوالی لا هم دوام لری، خو یو شمېر عام افغانان او سیاستوال یوې تلپاتې سولې او د تاوتریخوالي ختمېدو ته سترګې په لار دي.

د سولې د دوهم پړاو خبرو پيل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او په متحده ایالاتو کې د جوبایډن واک ته رسېدل او ورسره احتمالي بدلنونه هغه موارد دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لپاره مهم بلل شوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو يو شمېر سرتېري. ارشيف

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی فاروق مجروح په ۲۰۲۱ کال کې د سولې په خبرو کې پرمختګ ته هیله من دی.

هغه وايي: "د دواړو لورو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته په پام، د افغانستان د سولې له مذاکراتو د نړیوالو ملاتړ، په امریکا کې د جمهوريت ریاست بدلون، په جینوا ناسته کې د افغانستان له حکومت د نړیوالو ملاتړ دا تمې زیاتوي، چې روان کال به د افغانانو لپاره غوره کال وي."

خو ښاغلی مجروح زياتوي، په روان زېږدیز کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد د خلکو اندېښنې زیاتې کړې.

د امریکا متحده ایالاتو د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري په میاشت کې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ نه ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې تمه کېږي، چې د روان میلادي کال د مې میاشتې په نیمايي کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو شرط ورته دا دی چې د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي او له تروریزم سره په مبارزه کې د طالبانو ژمنې په واقعیت بدلې شي.

قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. ارشيف

بلخوا د افغانستان پخوانی لوی درستیز شیرمحمد کریمي له امنیتي پلوه ۲۰۲۱ میلادي کال د افغانستان لپاره له کړکېچونو ډک کال یادوي.

کريمي وويل: "حاکمې اوضاع ته په پام به ۲۰۲۱ میلادي کال به تر ډېره له ستونزو ډک وي، تمه لرو، د سولې مذاکرات په مثبت ډول په تدریج سره او زمونږ داخلي اجماع یوې مثبتې نتيجې ته ورسېږي او جګړه ختمه شي."

ښاغلی کریمي زياته کړه، د نړیوالو ځواکونو وتل به د افغانستانه په امنیتي وضعیت بې اغېزې نه وي او ټینګار کوي، چې افغان امنیتي ځواکونه دې له لوجيستکي پلوه پیاوړي شي.

ټاکل شوې، چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې د روانې جنوري میاشتې په پنځمه پیل شي.

یو شمېر عام افغان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د تحولاتو او بدلونونو په اړه ویشلي نظرونه لري.

د کابل ښار اوسېدونکی منصور وايي: "زه تمه لرم، روان ۲۰۲۱ کال به د افغانانانو لپاره له خوشحالیو او نیکمرغیو ډک کال وي سوله به راشي، په هېواد کې به جګړه تمه شي، نور له جګړو او تاوتریخوالیو ستړي شویو، ښکېلې خواوې باید یو بل ومني."

خو حزب الله بیا نا هیلی دی او وايي: "په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ته په کتو تمه نه لرو، چې ۲۰۲۱ کال دې د افغانانو لپاره ښه کال وي، هره ورځ د خلکو وژل، زما په نظر به هڅې پایلې ورنه کړي."

منصور او حزب الله هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه اندېښمن دي.

د دوی په باور د دغو ځواکونو وتل به افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره په افغانستان جګړې زیاتې شوي او دغه شان د خبریالانو، مدني فعالانو، دولتي کارکونکو او ملکيانو هدفي وژونو هم زور اخيستی دى.