"د ژمي سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند ګواښي"

هرات کې د بېځایه شویو کډوالو یو انځور- ارشیف

د ماشومانو د ملاتړ یا سیف د چلډرن موسسه وایي، چې د ژمې سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند ګواښي.

د دغې موسسې ویاندې مریم عطایي په دې اړه تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل: "د افغانستان په شمال کې د واوري بې ساري اورښتونو له بده مرغه ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې د جګړو او ناامنی کبله له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. همدا وضعیت ماشومان ډیر د مرګ له ګواښ سره مخامخ کوي. له بده مرغه کورنۍ سون توکي او د ژمې نور تجهیزات نه لري."

مېرمن عطایي وړاندي وویل، چې سیف د چلډرن موسسه په پام کې لري چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې څه باندې ۱۰۰ زره اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې برابري کړي.

دغې موسسې په نومبر کې ویلي وو، چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې تر ۲۶ زره ډېر ماشومان د افغانستان په جګړو کې مړه یا ټپیان شوي دي.