افغان او هندي دیني علماوو افغان جګړه ناروا وبلله

د افغانستان او هند مسلمانو عالمانو په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې جنګ تحریم کړ

افغان او هندي دیني علماوو په خپله لومړنۍ غونډه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه غونډه پرون چهارشنبه په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه او پای کې یې یوه اعلامیه هم خپره شوه.

د وزارت په وینا، په اعلامیه کې راغلي چې "د طالبانو له خوا د افغانستان د حکومت او خلکو پرضد تاوتریخوالی او بریدونه هېڅ ډول دیني توجیه نه لري."

دغو دیني علماو ویلي چې اسلام تل د مسلمانانو ترمنځ په ورورولۍ ټینګار کړی او له همدې کبله دوی د افغانستان د جګړې له خواوو غواړي چې سراسري اوربند وکړي.

له دې وړاندې د اندونیزیا، مصر، سعودي عربستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو علماوو هم ورته څرګندونې کړي، خو د جګړې لیکې ارامې شوي نه دي.

ټاکل شوې راتلونکې سې شنبه په دوحه کې بیا د دولت او طالبانو مرکچیان خبرو ته کیني، د دولت لوری وایي، اوربند یې لومړیتوب دی، خو طالبانو لا د اوربند په اړه ښکاره دریځ نه دی ښودلی.