د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني: له دندې لېرې کړای شوی یم

د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وایي، له دندې نه لېرې کړای شوی دی.

ښاغلي عثماني رسنیو په استول شوي ویډیويي پيغام کې ویلي، بې له دې چې په خپله استعفا وکړي، خو د ارګ له خوا مکتوب ور رسیدلی چې استعفا یې منل شوې ده.

دی وايي: "پرون ښاغلي ولسمشر له ما غوښتنه وکړه چې له دندې استعفا وکړم، ما ورته وویل چې زما د کار د دوام په وړاندې کوم قانوني خنډ نشته، نن سهار یې بیا ټیلیفون وکړ چې استعفا ورکړه، ما استعفا نه ده کړې، خو نن د چارو ادارې له خوا مکتوب راغلی چې د عامې روغتیا د وزیر استعفا منل شوې ده."

تراوسه ارګ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.