د هند اسام ایالت کې ټول اسلامي ښوونځي تړل کېږي

هند کې د یوې اسلامي دیني مدرسې زده‌کوونکې

د هند اسام ایالت چې د صدراعظم نرېندرا مودي متحدین هندو ملتپال‌یې واګې په لاس کې لري، هغه قانون تصویب کړ چې په دې ایالت کې ټول اسلامي ښوونځي تړي.

د دې ایالت چارواکو ویلي چې دغو ښوونځیو سمې زده‌کړې نه‌وړاندې کولې.

مخالفو سیاستوالو پر دغه اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا پر اقلیت مسلمانانو د د هند اکثریت هندوانو له‌خوا یوه حمله ده.

د اسام ایالتي اسامبلې پرون چهارشنبه د دغه قانون مسوده تصویب کړه چې له مخې یې په دې ایالت کې تر اپرېل میاشتې پورې ټول څه باندې ۷۰۰ اسلامي ښوونځي یا دیني مدرسې تړل کېږي.

په دغه قانون کې دا هم ویل شوي چې مدرسې باید پر عادي ښوونځیو بدلې شي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي تورن دی چې د هندو ملتپالو هغه ستراتېژي مخ ته وړي چې هدف‌یې د هند د ۲۰۰ ملیونه مسلمانانو څنګ ته کول دي.