کونړ کې د پيازو او الوګانو د ساتلو ۸۰ سړې خونې جوړې شوې

کونړ کې د پیازو او الوګانو د ساتلو لپاره جوړې شوې سړې خونې

په کونړ کې د پيازو او الوګانو د ساتلو ۸۰ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "۴۰ په‌کې د پيازو د ساتلو لپاره دي او ۴۰ په‌کې د الوګانو د ساتلو لپاره دي. په دې کې په مجموعي شکل سره ۱،۴۰۰ او ۴۰ ټنه پياز او الوګان د درېیو میاشتو لپاره زېرمه کېدای شي."

پر دې خونو ۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.