روسيه کې د سیاسي منتقد "الکسي ناوالني" پر ضد دوسیه پرانيستل شوه

الکسي ناوالني

د روسیې د څېړنو کمېټې د کریملین د سیاسي منتقد الکسي ناوالني پر ضد یوه جنايي دوسیه پرانيستې ده.

دغې کمېټې ادعا کړې، چې ناوالني د ده د فساد ضد ادارې له لوري سلګونه میلیونه روبله غلا کړي دي.

دغې دوسیه چې تېره ورځ پرانیستل شوه، نوې پوښتني راپورته کړي چې که ناوالني په دې تور محکوم شي، نو د اوږده بند له سزا سره به مخامخ شي.

الکسي ناوالني دا تورونه رد کړي او هغه یې د حکومت له لوري د غچ اخستنې یو اقدام بللی دی.

ناوالني وايي، د روسیې حکومت د ده د مسمومېدو په قضیه کې لاس لري او زیاتوي اوس چې له هغې پېښې ژوندی ووت، حکومت د دې پېښې تر شا د موجودو لاسونو د افشا کېدو څخه وېره لري.

الکسي ناوالني پرون د دې دوسيې تر پرانستلو وروسته په ټویټر پاڼي ولیکل: "پوتین یو غل دی او چمتو دی هغه کسان ووژني چې د ده د غلا پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي."

د روسیې د څېړنو کمېټې پرون ویلي، چې یو شمېر غیرانتفاعي ادارې چې الکسي ناوالني یې چارې پر مخ وړي ، له خلکو څخه ۵۸۸ میلیونه روبله چې 7.94 میلیونه ډالره کېږي، راټولي کړي دي.