دغزني چارواکي: لا هم د برمته شویو کسانو برخلیک معلوم نه دی

ارشیف

چارواکي وايي، لا هم په غزني کې د برمته شویو کسانو برخلیک نه دی معلوم.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي چې دغه کسان راخوشې شي.

ښاغلی سیرت زیاتوي: "د غزني ولایتي شورا غړو، د سیمې قومي مشرانو او مخورینو هڅې پيل کړي دي، خو لا هم په راخوشې کولو نه دي بریالي شوي."

دولتي چارواکو د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو، وسله والو طالبانو د غزني قره باغ ولسوالۍ په زردالو سیمه کې څو ځلي له موټرو څخه تر پنځه ويشت زیات کسان ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.