د ډونالډ ټرمپ له اداري چارواکو د جوبایډ شکایت

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن شکایت کړی دی چې د ټرمپ د ادارې چارواکي د ده انتقالي ټیم ته د مهمو ملي امنیتي موضوعاتو په اړه د معلوماتو په ورکولو کې خنډونه رامنځته کوي.

جوبایډن د دوشنبې په ورځ وویل چې د ده ډله د دفاع وزارت د چارواکو له خوا له خنډ سره مخامخ شوې ده، همدا راز د واک د لېږد لپاره د ادارې او بودجې له لوري د اطلاعاتو د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخامخ ده.

دی وايي: "اوس چې زموږ ملت د انتقال په دوره کې دی، موږ دې ته اړتیا لرو چې ډاډه شو چې د ادارو د لېږدېدو په وخت هېڅ شی نه دي ضایع شوي. زما ډله په ټوله نړۍ کې د خپلو ځواکونو او د هغوی د عملیاتو په اړه واضح تصویر ته ضرورت لري، څو د خپلو دښمنانو مخه ونیسو."

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرس مېلر په یوه بیان کې د بایډن په ځواب کې ویلي دي چې دفاع وزارت د انتقالي ټیم له ډلې سره د دې سربیره د نورو ادارو په پرتله ډېرې هڅې کړي دي چې د واک لېږد ته لا هم تر درېیو اونیو ډېر وخت پاتې دی.

مېلر زیاتوي چې د دفاع وزارت مسوولین به په دې برخه کې خپلو هڅو ته د واک د لېږد د ملاتړ لپاره ادامه ورکړي.