جوبایډن: د ټرمپ ادارې سره د واک لېږد او نورو مسایلو په اړه خڼډونه شته

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره په خبرو کې او د ده انتقالي ټيم د ملي امنیت پر مهمو مسایلو خنډونه لا شته.

جو بایډن پرون وویل، چې د ده ټیم د دفاع وزارت د مشرانو او مدریت او بودجې په ادارو کې له خنډونو سره مخامخ شوي کله چې دوی هڅه کوي چې د واک د انتقال په خاطر مهم معلومات راټول کړي.

په ډلاوېر کې د خبرو پر مهال بایډن وویل، چې دی هڅه کوي له اوسنۍ ادارې څخه په نړۍ کې د امریکايي ځواکونو په اړه روښانه معلومات تر لاسه کړي.

ده وویل، چې د ده ټيم غواړي د دفاع وزارت او نورو ادارو د بودجې پلان ته لاسرسی ولري.

بایډن وروسته له هغه خبرې وکړې چې ده او د ده مرستیالې کامیله هایریس د انتقالي ټيم څخه د ملي امنیت، د بهرنیو چارو وزارت لپاره د کاندیانو او د راتلونکي ملي امنیت سلاکار په اړه معلومات تر لاسه کړل.

منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د ده ټیم موندلې چې مهم امنیتي ادارو د ټرمپ تر ولسمشرۍ لاندې سخت زیان لیدلی.

بایډن همداراز د نړیوال اییتلاف جوړولو پر اړتیا خبره وکړه.

ده وويل، چې دا ډول ايتلاف د اقلیمي بدلون، د کرونا ویروس د مخنیوي او د چین له خوا د مخ پر زیاتېدونکي خطر د مخنیوی لپاره ډېر مهم دی.

د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ مهم ټکی دا و چې لومړی امریکا، او د ده ادارې نړیوالو ایتلافونو او موافقو ته شا کړې وه.

ډونالډ ټرمپ

وروسته له هغه چې ټرمپ – جو بایډن ته انتخابات وبایلل، ده کریس میلر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه انتخاب کړ.

میلر د ډسمبر په ۲۸مه یوه اعلامیه خپره کړه او په کې يې وویل، چې له انتقالي ټيم سره د دفاع وزارت د همکارۍ هڅې له درو اوونیو راهيسې ښې روانې دي.

د دفاع وزارت چارواکو زیاته کړې، چې دوی به په شفافه توګه د واک انتقال ملاتړ ته دوام ورکړي.

په پنټاګون کې دا تغیرات وروسته له هغه راغلي چې له ایران سره د امریکا اړیکې نور هم ترینګلي شوې او ټرمپ تور پوري کړ، چې په عراق کې پر امریکايي سفارت راکټي حمله ایران کړې ده.

امریکايي چارواکو څرګنده کړې، چې ایران په عراق کې د جنورۍ په ۳ نېټه د امریکا په ډرون حمله کې د لوړپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو د کلیزې پر مهال دا اقدام د غچ اخیستلو په هدف کړی دی.