د امریکا استازو جرګې د دفاعي پالیسۍ د رد پرېکړه باطله کړه

د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دفاعي پالیسۍ د رد یا ویټو پرېکړه باطله کړه.

دې لایحې ته د استازو جرګې ۳۲۲ غړو موافقې او ۸۷ نورو مخالفې رایې ورکړې چې د دې ویټو د باطلولو لپاره د اړتیا وړ له دریو دوه برخو څخه هم زیاتې وې. د جرګې ۱۰۹ جمهوریپال غړي هم د ډیموکراتانو ترڅنګ ودرېدل.

که دا پرېکړه د امریکا په سنا کې له دریو په دوه برخې رایو تایید شي نو دا به لومړی ځل وي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د ویټو پریکړه باطلېږي.

ټاکل شوې چې سنا د یوې اونۍ په ترڅ کې دې لایحې ته رایې ورکړي.

د دفاعي پالیسۍ په لایحه کې د پوځي پروګرامونو او رغنیزو پروژو او د پوځیانو په معاشونو کې د درې فیصده زیاتوالي لپاره ۷۴۰ میلیارډ ډالر غوښتل شوي دي.

ټرمپ د دې لایحې د رد لپاره څو موارد یاد کړي دي.

په یوه مورد کې ښاغلي ټرمپ ویلي دي، چې دې لایحې، د افغانستان په څېر هېوادونو څخه، د امریکايي سرتېرو د اېستلو په برخه کې د ده صلاحیت محدود کړی دی.

یو بل مورد د یو شمېر پوځي اډو د نومونو د بدلون وړاندیز دی.

په لایحه کې د هغو پوځي اډو د نومونو د بدلون وړاندیز شوی دی، چې په جنوبي ایالتونو کې د نولسمې پېړۍ په کورنۍ جګړه کې د مرییتوب د پلوي بېلتونپالو مشرانو په نوم نومول شوي.