د غزني ولایتي شورا: وسله والو تر ٢۵ ډېر ملکيان له ځان سره بيولي

ارشیف

وسله والو په غزني کې تر ۲۵ زیات ملکیان برمته کړي.

د غزني چارواکي وايي، وسله والو د غزني په قره باغ ولسوالي کې یو شمېر مسافر له موټر ښکته کړي او ناڅرګند لور ته یې وړي.

دوی وايي، دغه کسان د جاغورو او قره باغ ولسوالیو اوسېدونکي دي.

‎د غزني امنیه قومندانۍ یو افسر د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د دغه کسانو شمیر دېرش تنه دی."

خو د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني بیا د دغه کسانو شمېر ۲۶ یا ۲۷ تنه یادوي.

هغه زياتوي، وسله والو دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې په وقفه يي شکل د قره باغ په زردالو سیمه کې ښکته کړي او له ځان سره بیولي دي.

ښاغلی کامراني زیاتوي: "د طالبانو کوم قومندان دی د هغه ورور او یو بل کس سیمه ییزو پولیسو نیولي دي، طالبانو یې په مقابل کې له جاغورو چې کوم کسان راځي، شپږ کسان یې تیره ورځ ښکته کړي وو، نولس که شل کسان یې نن ورځ ښکته کړي دي."

کامراني دغه خبرې د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وکړې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.