د افغانستان مشرانو جرګې درې سناتوران د رشوت اخیستو په تور ونیول شول

ارشیف

د افغانستان لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت عمومي ریاست د رشوت په تور د درېیو سناتورانو د نیولو خبر ورکوي.

دواړو ادارو نن په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت د عمومي ریاست او د لویې څارنوالۍ چارواکو د کشفي معلوماتو پر اساس پرون یکشنبې د ګډو عملیاتو په نتیجه کې د مشرانو جرګې درې غړي د ۴۰ زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو په تور باالفعل ونیول.

د خبرپاڼې له مخې دغه سناتوران د بلخ ولایت د چارو د څارنې لپاره دې ولایت ته تللي و چې د اساسي قانون او نورو قوانینو پر اساس د رشوت په تور ونیول شول.

دواړو ادارو د نیول شویو سناتورانو نومونه نه‌دي یاد کړي، خو ویلي یې دي چې د افغانستان مشرانو جرګې ته‌یې په دې اړه خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې دغه درې نیول شوي سناتوران په مشرانو جرګه کې، د فاریاب، سرپل او خوست ولایتونو استازیتوب کوي.