چارواکي: د داعي او ملالې د وژلو په تړاو نیول شوي د طالبانو او داعش غړي دي

هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکي وایي، په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژلو په تړاو یو نیول شوی کس د طالبانو د ښاري جبهې غړی او په ننګرهار کې د انعکاس د ټلوېزیون د خبریالې ملاله میوند د قتل په تړاو هم یو نیول شوی کس د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړی دی.

د دې ریاست چارواکو دا څرګندونې پرون د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د افغانستان د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په غونډه کې وکړې.

د ولسمشر د دوهم مرستیال د رسنیو د دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې په دې وروستیو کې د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو د هدفي وژنو د زیاتوالي مسئله وڅېړل شوه.

د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو دغه‌راز وویل چې په غزني کې پر خبریال رحمت‌الله نېکزاد او په پروان کې پر مدني فعالې فرشته کوهستاني برید طالبانو کړی او د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ پر مشر یوسف رشید د برید عاملان تر اوسه نه‌دي په نښه شوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل چې د دغو قضیو د تعقیب او د خبریالانو او مدني فعالانو په وړاندې د ګواښونو د مخنیوي لپاره‌یې ځانګړي ټیمونه ګومارلي او په ټولو ولایتونو کې یې امنیه قومندانانو ته هم امر کړی چې له رسنیو، د مدني ټولنو او د بشري حقونو له بنسټونو سره له نږدې همکاري او منظم او جدي ارتباط ولري.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي هم وویل چې د وژل شویو خبریالانو قضیې او د دوی په وړاندې تاوتریخوالی د دوی لپاره لومړیتوب لري او یوه ځانګړې کمېټه‌یې ګومارلې چې دې چارو ته رسیدګي وکړي.