د بغلان د تاله‌وبرفک د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ۴ کان کېندونکي ووژل

د افغانستان په نقشه کې بغلان ولایت

د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک د ډبرو سکرو په کان کې پرون د یوې چاودنې په نتیجه کې څلور کان کېندونکي ووژل شول.

د تاله‌وبرفک ولسوال عبدالاحد برفکي د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې پرون مازدیګر مهال په دې کان کې د میتان ګازو له امله چاودنه وشوه.

ښاغلی برفکي زیاتوي: "څلور تنه چې په کان کې ګیر پاتې و، ګازو نیولي، یو جسد را ایستل شوی او د درېیو نورو د را ایستلو لپاره د مسؤلینو هڅې روانې دي."

د ښاغلي برفکي په وینا دا یو خصوصي کان، د تاله‌وبرفک په هغه سیمه کې دی چې طالبان پرې کنټرول لري.

د ازادي راډیو سیمه‌ییز خبریال وایي، درې اوونۍ مخکې هم په دې ولسوالۍ کې په یوه بل خصوصي کان کې د ورته چاودنې په نتیجه کې دوه کان کېندونکي وژل شوي وو.

ویل کېږي چې په دې ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو په له ۱۰۰ زیاتو کانونو کې چې ډېری یې خصوصي دي او پر معیارونو برابر نه‌دي، نږدې ۱،۲۰۰ کارګر کار کوي.

ډېری دغه کانونه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي.