د ملیونونو امریکایانو لپاره د بې‌کارۍ د اضافي پیسو ورکړه وځنډول شوه

واشنګټن کې یو شمېر امریکایان

د ملیونونو امریکایانو لپاره د بې‌کارۍ د اضافي پیسو ورکړه وروسته له هغې وځنډول شوه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د مرستې او د حکومت د لګښتونو د لایحې چې کانګرس د تېرې اوونۍ په پیل کې تصویب کړې، له توشېح کولو ډډه وکړه.

ټرمپ په دې خبرې سره چې دی به د ۹۰۰ میلیارد ډالرو اقتصادي مرستې لایحه توشېح نه‌کړي، کانګرس حیران کړی او هم‌یې دغه لایحه له مبهم برخلیک سره مخامخ کړې ده.

وروسته له هغې جمهوري‌پالو مشرانو وویل چې ټرمپ د دغې لایحې ملاتړ کوي، د کانګرس دواړو جرګو دغه لایحه د ډسمبر په ۲۲مه په چټکۍ تصویب کړې وه.

په دغه لایحه کې د هغو کسانو لپاره په اوونۍ کې د بې‌کارۍ ۳۰۰ ډالره نغدي مرسته هم شامله ده چې د کرونا له امله بې‌کاره شوي. له شاوخوا ۱۱ ملیونه کسانو سره دغه اضافي مرسته د شنبې په ورځ یعنې د ډسمبر په ۲۶مه پای ته ورسېده چې په دې سره خلک له اقتصادي پلوه له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخامخ شوي دي.

د مرستې په دغه لایحه کې له یو شمېر امریکایانو سره چې عاید یې کم دی، په یو وار د ۶۰۰ ډالرو مرسته هم شامله ده. ولسمشر ټرمپ ویلي چې دا مرسته ډېره کمه ده او غوښتنه‌یې وکړه چې باید د دغه یو ځلي مرستو اندازه ۲،۰۰۰ ډالره وي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډڼ ټرمپ ټورن کړ چې له مسؤلیته اوږې خالي کوي چې دا به د ده په وینا ورانوونکي عواقب ولري.