بوسنیا هرزګوېنا کې سلګونه پناه غوښتونکي د سړې هوا له ګواښ سره مخامخ دي

بوسنیا هرزګوېنا کې یو شمېر پناه غوښتونکي

په بوسنیا هرزګوېنا کې سلګونه پناه غوښتونکي وروسته تر دې د سړې هوا او درنې واورې له ګواښ سره مخامخ دي چې د همدې اوونۍ په پیل کې يې خیمې له اور اخیستو وروسته ویجاړې شوې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای.او.اېم) مشر پیتر وان دیر اویرارت (Peter Van Der Auweraert) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې درنه واوره ورېدلې، د هوا درجه له صفر نه ټیټه ده او پناه غوښتونکي د تودوالي لپاره څه نه‌لري.

ده ویلي، هېڅوک باید داسې حالاتو کې ژوند ونه‌کړي او په خبره‌یې دې شرایطو کې سیاسي اقدام ته اړتیا ده.

تر اوسه ۱،۰۰۰ دغو پناه غوښتونکو ته د خوراکي توکو مرستې رسېدلي دي.

اروپایي ټولنې هم د کډوالو د بد حالت له کبله بوسنا هرزګوېنا ته خبرداری ورکړی او د دغه هېواد مشرانو ته‌یې ویلي چې د پناه غوښتونکو د سرپناه غم وخوري.