"کابل کې بمي چاودنو ۴ کسان وژلي"

کابل کې د بمي وروسته د یوې سیمې انځور - December 20, 2020

افغان چارواکي وایي، په پلازمېنه کابل کې نن د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو چاودنو کې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي په یوې بمې چاودنې کې چې نن د کابل په لویدیځ کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودېد، دوه پولیس وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.

د کابل په جنوبي برخو کې په یوه بله چاودنه کې بیا دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند معصومې جعفري رسنیو ته ویلي، چې تر دغو چاودنو وروسته د څلورو کسانو مړي او څلور ټپیان روغتونونه وړل شوي دي.

درېیمه بمې چاودنه د کابل په ختیځ کې شوې چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.

په کابل ښار کې نن د لږ تر لږه دوو نورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړل شوي.