منظور پشتین: د افغان فعالې فرشته کوهستانۍ وژنه دردونکې ده

د بشري حقونو مدافع او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین

د بشري حقونو مدافع او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي چې د افغان فعالې فرشته کوهستاني وژنه ډېره دردونکې ده.

د ښځو د حقونو مدافع او مدني فعاله پنجشنبه ماښام په کاپیسا کې له خپل ورور شهرام کوهستاني سره په ګډه د وسله والو په برید کې ووژل شوه.

ښاغلي پشتین بېګا په خپله فیسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د افغان وطن «تکړه او وتلي خلک» په نښه کېږي، خو دوی به د سولې او سوکالۍ راوستو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د فرشته کوهستاني د وژنې په غبرګون ویلي چې له افغانانو د مړینو حساب ورک دی خو نړیواله ټولنه ولې د روانې وضعې د کرارولو لپاره نه لاس په کاریږي.

جمهوري ریاست هم د فرشته کوهستانۍ د هدفي وژنې د غندلو په پار یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د ولسمشر غني په حواله بېګا د ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې راغلي چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په ملکي وګړو بریدونه زیات کړي او عامه تاسیساتو ته زیان رسوي.

طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د مدني فعالانو هدفي وژنې رد کړي او حکومتي چارواکي یې تورن کړي چې د دغسې بریدونو تر شا لاس لري.