امریکا: هغه مساپر چې له لندنه راځي د کرونا ټېسټ یې باید منفي وي

عکس تئزیني بڼه لري

متحدایالاتو د ټولو هغو مساپرو لپاره چې له لندن څخه دې هېواد ته ځي، د کرونا ویروس منفي ټېست اجباري کړی دی.

دا نوی محدودیت په بریتانیا کې د کرونا ویروس د نوې بڼې له سرایت وروسته د ډسمبر له ۲۷ مې نېټې څخه نافذېږي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په یو بیان کې ویلي چې د کرونا د نوې بڼې د سرایت سرعت د پخوانیو هغو پرتله په سلو کې اویا زیات دی.

د کورونا د نوې بڼې له خپرېدو وروسته ډېری اروپايي هېوادونو د بریتانیا ټولو برخو ته الوتنې ځنډولې دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د ارقامو له مخې په بریتانیا کې نژدې ۲۲ لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.