کورنیو چارو وزارت: فرشته کوهستانۍ ته د ګواښونو په اړه هېڅ لیکلي څه نشته

فرشته کوهستانی

مدني فعاله فرشته کوهستانۍ چې تېره ورځ په کاپیسا ولایت کې د نامعلومه وسله‌والو له‌خوا ووژل شوه، موده وړاندې یې ویلي و چې له امنیتي اړخه له خطر سره مخ ده.

فرشته کوهستانۍ له خپل ورور سره یو ځای، د پنجشنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر نا معلومه وسله‌والو له‌خوا په ډزو وویشتل شوه.

په دې پېښه کې د هغه ورور ټپي شو.

دا په افغانستان د هدفي وژنو هغه لړۍ ده چې لا یې هم د وړاندې قربانیانو د وژنې مسوولان نه‌دي نیول شوي.

فرشته کوهستانۍ موده وړاندې خپل ځان ته د شته امنیتي ګواښونو په اړه په خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي و، ژوند ته یې ګواښ پېښ دی، خو هغې نیوکه هم کړې وه چې امنیتي بنسټونه ورته له دومره ګواښ سره -سره، پام نه کوي.

هغې په خپل دې پوسټ کې د ولسمشر له لومړي امرالله صالح هم غوښتنه کړې چې ورته پېښ ګواښونه جدي وګڼي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د فرشتې کوهستانۍ د ژوند ته د ور پېښ ګواښونو په اړه یې هېڅ ډول رسمي لیکلی سند نه دی تر لاسه کړی.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل: "د مېرمن کوهستانۍ مسئله چې تېره ورځ ووژل شوه، پوره کال وړاندې یې د کورنیو چارو وزیر د پېژندنې لیدنه درلوده، خو په دې لیدنه کې یې هېڅ ډول عریضه د ځان پر وړاندې د ګواښ په اړه وړاندې نه کړه. "

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د ښاغلي ارین په خبره، د کورنیو چارو وزارت هغه ګواښونه او اندېښنې چې له دې وړاندې خبریالانو او نورو مدني فعالانو ته متوجې وې، رفع کړي، خو په یو شمېر برخو کې هغوی هدف ګرځول شوي دي.

د مېرمن کوهستانۍ ترور په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم دا پېښه غندلې ده.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه وروستیو هدفي وژنو ته په غبرګون کې لیکلي، هغه کسان چې د دې پېښو تر شا دي، باید حساب ترې واخېستل شي.

په ورته وخت کې د چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، دی هم له امنیتي ګواښ سره مخ دی.

د ښاغلي سعیدي له قوله، د حکومت مخالف وسله‌وال چې له مقناطیسي ماینونو چې کم لګښت پرې راځي ګټه اخلي او یو شمېر بې مسوولیته کسان د دې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره ګماري.

دی وايي: "موږ کومه هیله لرو، حکومت دې خپل امنیت وساتي. په دې دلیل هیله نه لرو چې خپله حکومت ځان د سمیټي دېوالونو شا ته پټ کړی، نو موږ به څه له دوی هیله وکړو چې زموږ امنیت خوندي کړي."

سیاسي شنونکی احمد سعیدي

خو د افغانستان حکومت بیا وايي، دوی ژمن دي چې د هر افغان ژوند او مال خوندي کړي او په دې برخه کې یې بشپړې هلې ځلې او ګامونه پورته کړي دي.

په وروستیو کې د خبریالانو او نورو فعالو څېرو هدفي وژنې اندېښنې را پورته کړي دي.

تېرو نږدې دوه میاشتو کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون ۵ خبریالان او یو شمېر نور مدني فعالان وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښو مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی او یوازې په ننګرهار کې د خبریالې ملالې میوند د وژنې پړه داعش ډلې منلې ده.