ګازي بخاریو ۳ تنه وژلي؛ روغتیا وزارت وايي که پام ونه شي بله فاجعه به جوړه شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که خلک له ګازي بخاریو د ګټې پر مهال پام و نه کړي، دا به په ټول هېواد کې یوه بله فاجعه جوړه کړي.

که څه هم نا امني او جګړه له یوې اړخه له خلکو قرباني اخلي، خو د مرګ ژوبلي دا کیسه یوازې دلته پای نه رسېږي.

د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو سره، خلک هڅه کوي څو له یوې لارې د سونګ توکي پیدا او خپلې خونې ګرمې کړي، خو کله کله دا هڅه د یو چا په مرګ پای ته ورسېږي.

۵۴ کلن همایون تېره اوونۍ وروسته له هغې ومړ چې ګازو یې نفس تنګ کړ.

هغه چې کابل په یوه څنډه کې یوازې په یوه کرايي کور کې اوسېده، د خپلې خونې د ګرمولو لپاره یې ګازي بخارۍ روښانه کړې وه، خو ګازو یې په خونه کې د اکسیجن ځای ونیو او ومړ.

د همایون خپلوان وايي، هغه د خوب پر مهال ګازي بخارۍ روښانه کړې وه، خو خپله خوب وړی او بیا د تل لپاره پر دې نړۍ بیداره نه‌شو.

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د همایون بې‌روحه جسد سهار مهال پولیسو د هغه له کوره را وویست.

عبدالصبور میرزايي د همایون له نږدې خپلوانو، د هغه د مړینې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "پر ګازي بخارۍ یې چای کېښود، خو خپله پرې خوب راغلی و او وېده شوی و. ګاز په ټولو خونه کې خپور شوی و چې له کبله یې هغه ومړ."

روغتیا پالان بیا له ګازي بخاریو د ګټې پر مهال د خلکو کمه پاملرنه د دې دلیل بولي چې دا ډول پېښې رامنځ‌ته شي.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون ډاکټر محمد هاشم ځاځی وايي، له ګازي بخاریو څخه د ګټې پر مهال باید یو شمېر مهم ټکو ته پام وشي.

دی وايي: "هغوی چې له ګازو ګټه اخلي، په بشپړ ډول دې دروازه او کړکۍ نه بندوي. د خونې هوا باید په وقفه‌‌يي ډول بدله شي، څو له مرګ مخنیوی وشي."

د دې ټولو په خوا کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ژمي په رارسېدو سره، د ګاز نیونې پېښو له کبله د مرګ ژوبلې مخ پر پورته کېدونکې شمېرې ته اندېښنه ښيي.

د دې وزارت د مسوولانو له قوله، د ژمي په روان فصل کې تر اوسه د ګازو د نیونې له کبله د ۳ تنو مړینه ثبت شوې او که وضعیت همداسې دوام کړي، ورته پېښې به د ډېرو کسانو ژوند واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل، که خلک له ګازو د ګټې اخېستو پر مهال پام و نه کړي، لویه فاجعه به جوړه شي: "تر اوسه په پکتیا، خوست او کندهار کې ۳ لویې پېښې ثبت شوي. دا چې د ژمي موسم لا ټول پاتې دی، که خلک پام و نه کړي، له لویې زیان سره به مخ شو."

د ۵۴ کلن همایون مړینه د ګازو د نیونې له کبله د دې ډول پېښو یوه بېلګه ده.

د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د برېښنا کمی او یا هم نشتون، غربت او یو شمېر نور دلایل د دې سبب شوي چې ډېر کله خلک د سونګ هغو توکو ته مخه کړي چې له کبله هم ځان او هم ټولنې ته زیان رسېږي.