کرملین: د سټریم ۲ نللیکې د رغونې بشپړتیا کې د ځنډ احتمال نه ردوو

په نورډ سټریم ۲ نللیکه کې کارګر کار کوي

کرملین وايي، د امریکا له خوا د بندیزونو ګواښ ته په پام سره د نور د سټریم ۲ نل لیکې د رغونې په بشپړتیا کې د ځنډ احتمال نه ردوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون پنجشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا د بندیزونو هدف د دې پروژې مخنیوی دی چې دې هدف ته به ورسېږي، خو هغه زیاته کړه چې روسیه او اروپايي شریکان یې غواړي په اروپا کې د ګاز د مصرفوونکو او روسي تولیدوونکو د ګټې لپاره دا پروژه بشپړه شي.

نورډ سټریم ۲ نللیکه د روسیې ګاز د بالتیک سمندرګي له لارې سیده جرمني ته لېږدوي.

امریکا د دې پروژې د رغونې اقدام غندلی او ویلي یې دي چې دا پروژه په اروپايي ټولنه کې د ناټو د متحدانو امنیت پر روسیې د ډېرې اتکا له کبله ګواښي.