د غزني والي وايي، د خبریال نېکزاد د قاتلینو څرک یې لګولی

په غزني کې وژل شوی خبریا رحمت الله نېکزاد

چارواکي وايي، په غزني کې د وژل شوي خبریال رحمت الله نېکزاد د وژونکو څرک یې لګولی دی.

د غزني والي جنرال محمد عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل، کله چې هم په څېړونو کې پرمختګ وشي، نو جزئیات به یې له تاسو سره شریک شي.

ښاغلی نورستانی زیاتوي: "موږ د نېکزاد صیب د قضیې په ارتباط کلک هدایت امنیتي ځواکونو ته ورکړی دی، په ځانګړي توګه چې کشفي برخې لري، یو څه سرنښت موږ پیدا کړی دی، موږ ورباندې کار کوو، کله چې یوې مثبتې پایلې ته ورسېدو انشاالله درسره شریک به یې کړو، کار په تیزۍ روان دی."

رحمت الله نېکزاد د تېرې دوشنبې په ورځ ماښام مهال خپل کور ته نږدې د خپلو ماشومانو د سترګو په وړاندې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د ښاغلي نېکزاد د وژلو پړه تر اوسه پورې کوم چا او یا هم کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.