د ټاکنو د ملاتړ نړیوالې ډله: د یوسف رشید د وژنې پېښه دې وڅېړل شي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

د ټاکنو د ملاتړ نړیوالې ډلې "The Election Support Group" له افغان حکومته غوښتي چې د فیفا د مشر یوسف رشید د وژنې پېښه وڅیړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوسف رشید د استازو د ټاکنو په برخه کې د افغانانو د حقونو پیاوړی ملاتړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ټاکنیز سیستم د پیاوړتیا لپاره د ښاغلي رشید دوامداره ژمنتیا تلپاتې او په هېواد کې دننه او بهر د درک وړ ده.

دوی ویلي، دا ناوړه برید دا په ډاګه کوي چې افغانان هره ورځ له څومره ننګونو سره مخامخ کېږي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ( فیفا) مشر یوسف رشید او موټر چلوونکی یې پرون د نامعلومه وسله والو په هدفي برید کې ووژل شول.

طالبان وایي، دې برید کې لاس نه لري او حکومت هم د برید د څیړنو ژمنه کړې ده.