ډونالد ټرمپ د ۷۴۰ میلیارده ډالرو کلنۍ دفاعي بودجه ویتو کړه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۷۴۰ میلیارده ډالرو هغه کلنۍ دفاعي بودجه ویتو کړه چې د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا کانګرس تصویب کړې وه.

ډونالد ټرمپ وویل، دغه بودجه‌یې ځکه ویتو کړه چې په‌کې د ملي امنیت لپاره مهم اقدامات نه‌وو شامل. نوموړي د استازو جرګې غړو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دا د چین او روسیې لپاره ډالۍ ده، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

ډونالد ټرمپ همدا شان په دغه بودجه کې له هغو شرطونو سره هم مخالفت څرګند کړی چې له افغانستان او جرمني څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر واک محدودوي.

ټرمپ اعلان کړی چې په افغانستان کې به د راروان کال د جنوري تر نیمایي پورې د امریکایي ځواکونو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم کړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د کانګرس دواړه جرګې راتلونکې اوونۍ د ولسمشر ټرمپ د ویتو د ردولو لپاره غونډه وکړي.