ډونالد ټرمپ ۲۶ نور کسان هم وبخښل

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون ۲۶ نور کسان هم وبخښل چې د هغه د انتخاباتو د کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ او د هغه د زوم پلار چارلز کوشنر هم په‌کې دي.

ټرمپ چې د جمهوري ریاست ختمېدو ته‌یې څو ورځې پاتې دي، تر دې یوه ورځ مخکې ۱۵ نور کسان هم بخښلي و.

منافورټ د امریکا د ۲۰۱۶ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ځانګړي مفتش د څېړنو په نتیجه کې په څه باندې اوو کلونو بند محکوم شوی او د ټرمپ د زوم او ځانګړي سلاکار جرېد کوشنر پلار ته هم د مالیې د درغلیو په ګډون د ځینو نورو مواردو په خاطر د دوو کلونو بند سزا ورکړل شوې ده.