چارواکي: په کندهار کې ۳۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

افغان ځواکونه په کندهار کې د ۳۷ وسله‌والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

له کندهاره، د ګډو ځواکونو په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپره کړې، راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ژړۍ، میوند، ارغنداب، پنجوایي، ارغستان او ډنډ په ولسوالیو کې د پلیو او هوایي بریدونو پر مهال دا طالبان وژل شوي، د هغوی څلور پټنځایونه له‌منځه تللي دي او یو شمیر تجهیزات‌یې هم ویجاړ شوي دي.

افغان ځواکونه وایي چې دوی ته تلفات نه‌دي اوښتي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.