هالنډ په ارزګان کې له بشري حقونو د خپلو ځواکونو د احتمالي سرغړونو پلټنه کوي

ارشیف، افغانستان کې هالنډي ځواکونه

د هالنډ دفاع وزارت د خپل هېواد له څارنوالانو غوښتي چې د افغانستان د ارزګان په ولایت کې له بشري حقونو څخه د هالنډي ځواکونو د احتمالي سرغړونو پلټنې وکړي.

د هالنډ دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې یوه هالنډي سرتېري سروي هولزکن تور پورې کړ چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په چوره ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو د درنو وسلو ډزې وکړې.

د دې پوځي په وینا پر دې کورونو د توپونو د ډزو امر یوازې د طالبانو د مخابراتي مکالمې د اورېدو په اساس دوی ته ورکړل شو چې ښایي په دې کلي کې ملکیان وژل شوي وي.

د هالنډ صدراعظم مارک روتې تېره میاشت ویلي و چې داسې هېڅ نښه نه‌شته چې هالنډي عسکرو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې کړې وي.