د فیفا د اجرایي مشر یوسف رشید جنازه کابل کې خاورو ته وسپارل شوه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

د فیفا د اجرایي مشر یوسف رشید جنازه نن مازدیګر د کابل په چهلستون سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

هغه او موټر چلونکی یې نن سهار دندې ته پر لاره د نا معلومه وسله والو په ډزو ووژل شول.

د یوسف رشید ورور عبدالباقي رشید د جنازې په مراسمو کې وویل چې هغه کومه شخصي دښمني نه درلوده: " نن دا غم پر موږ راغلی، خدای پاک دې په هېواد داسې ورځ راولي چې هېڅوک او هېڅ افغان کور د دغو غمونو شاهدان ونه اوسیږي، سهار چې له کوره وته، روغ جوړ او له پلار سره مې په خندا خدای پاماني وکړه، وروسته زنګ راغی چې مشر ورور مې شهید شوی دی."

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندل شوی او ولسمشر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې عاملین یې پیدا او سزا ورکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت او بېلابېلو نورو چارواکو د برید غندنه کړې او ښاغلی رشید یې د دموکراسۍ او بشري حقونو پیاوړی ملاتړی یاد کړی دی.