د رشید وژلو ته د افغان چارواکو او بهرنیو ډيپلوماټانو غبرګونونه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

د فیفا د مشر یوسف رشید وژلو د افغان چارواکو او یو شمېر بهرنیو ديپلوماتانو غبرګونونه پارولي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې پر ښاغلي رشید برید کوونکي وپيژني او سزا ورکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د فیفا پر مشر یوسف رشید برید غندلی او هغه یې د دیموکراسۍ یو فداکاره ملاتړی یاد کړی دی.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید نن سهار دندې ته پر لاره و چې د کابل ۷مه حوزه کې برید پرې وشو.

برید کې پر نوموړي سربیره د هغه موټر چلونکی چې سمیع الله نومېده، هم وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی دې پیښه کې لاس نه لري.