د کونړ په غازي اباد کې چاودنې ۳ ملکیان ټپیان کړل 

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۳ تنه ملکیان ټپیان کړل.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وایي، چاودنه نن سهار ۱۰ بجې د همدې کسانو پر موټر وشوه: "د وطن، خاورې او خلکو دښمنانو په لویه لاره کې ماین خښ کړی و، د ملکیانو سراچه ډوله موټر پرې برابر شو چې درې تنه په کې ژوبل شوي دي."

د سیمې اوسیدونکو بیا ازادي راډیو ته ویلي چې ماین چاودنه کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.

تراوسه چا د دغې چاودنې مسولیت نه دی منلی.