د امریکا سفارت: د 'فیفا' د مشر وژنه افغانستان ته ضایعه ده 

د فیفا مشر یوسف رشید

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د فیفا پر مشر یوسف رشید برید غندلی او هغه یې د دموکراسۍ یو فداکاره مدافع یاد کړی دی.

راس ویلسن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ښاغلي رشید وژنه د هغه کورنۍ او ټول افغانستان ته یوه ضایعه ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ مشر نن سهار کابل کې دندې ته پر لاره و چې نا معلومه وسله والو برید پرې وکړ.

دې برید کې د ښاغلي رشید موټرچلونکی سمیع الله هم روغتون کې سا ورکړې ده.

د ښاغلي رشید ورور عبدالباقي رشید ازادي راډیو ته وویل، یوسف رشید لومړی ټپي و، خو روغتون کې یې سا ورکړه.

یوسف رشید د لوګر ولایت اوسیدونکی و او په دې وروستیو کلونو کې پر ټاکنو د څار اړوند بحثونو کې ډېر څرګندېده.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.