د 'فیفا' اجرائیوي رئیس یوسف رشید په یوه وسله وال برید کې و وژل شو

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ(فیفا) اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا)د پروګرامونو مشر وايي چې یوسف رشید نن چهارشنبه (د مرغومي ۳مه) سهار شااوخوا نهه بجې د اومې حوزې اړوند د ټني کوټ سیمه کې نا پېژندو وسله والو برید وکړ چې په پایله کې نوموړی و وژل شو او موټر چلونکی یې ټپي شوی.

نعیم اصغري ازادي راډيو ته وویل، له دې وړاندې یوسف رشید ته هېڅ ګواښ نه و شوی او نه هم نوموړي کومه شخصي ستونزه درلوده: "یوسف رشید ته هېڅ ګواښ نه و شوی، پرون مازدیګر له موږ سره یو ځای و، ورسره مو خبرې وکړې، موږ ته یې هېڅ هم ونه ویل چې چا دې ورته ګواښ کړی وي، شخصي ستونزه یې هم نه درلوده."

ټاکل شوې وه چې یوسف رشید نن د سولې د څار ائتلاف د موجودیت په اعلان کې چې دی یې هم غړی و ګډون وکړي.

په دې اړه نور: مدني فعالان: حکومت باید د "یوسف رشید"د وژنې په تړاو جدي پلټنې پیل کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل چې د یوسف رشید د قتل عاملین د پیدا کولو لپاره جدي پلټنې پیل شوې.

ښاغلي ارین زیاته کړه:" پولیس او کشفي ارګانونه په دې برخه کې کار کوي، څو د قضیې عاملین تثبت کړي، دا یو غیر انساني او د بشر ضد عمل دی، موږ په دې برخه کې د څېړنو کار چټک کړی، څو د پېښې عاملین ونیسو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي کشفي ارګانونه په دې برخه کې کار کوي، څو د قضیې عاملین تثبت کړي

دا لوموړی ځل دی چې د انتخاباتو د څار بنسټ په لوړ پوړو غړیو دا ډول برید کېږي، تراوسه کوم چا او یا هم کومې ډلې د دې وژنې مسوولیت نه دی منلی، طالبانو په دغه وژنه کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست، د ملي مصالحې عالي شورا د افغانستان ولسي جرګې او په کابل کې د امریکا سفارت د نوموړي وژنه غندلې او د نوموړي ترور یې مدني ټولنو او ولسواکۍ ته لویه ضایعه بللې ده.

ولسي جرګې له حکومته غوښتي چې د یوسف رشید قتل دې جدي او په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې امنیتي بنسټونه ته یې د تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

د یوسف رشید وژنه په مدني فعالانو او خبریالانو وروستۍ هدفي وژنو چې تراوسه یې مسوولیت چا نه دی منلی، دېته ورته د څو پېښو د عاملینو نه نیولو په دولت باندې نیوکې زیاتې کړي دي.

شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه چاودنه کې یما سیاووش ووژل شو، د نوموړي کورنۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د قتل د څېړنې په اړه شکایت کړی.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ماین چاودنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې نن سهار شااوخوا ۷ بجې دولسمې امنیتي حوزه کې په یوه رنجر موټر پسې د چسپکي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او بل هم ټپي شوی دی، تېره ورځ هم په یوه ورته پېښه کې پنځه کسان وژل شوي وو او ۷ تنه نور ټپیان وو.