ماليې وزارت په ځينو عايداتي برخو کې د اصلاحاتو د راوستو خبر ورکوي

ماليې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت وايي، هڅه کوي، چې د عوایدو په سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو له لارې هېواد د مالي خپلواکۍ تر کچې ځان ورسوي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډیو ته وویل، چې په روان مالي کال کې د عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، چې د کرونا ویروس خپرېدو او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د تحلیل له کبله یې ټاکلی هدف پوره نه شو.

خو ده وویل، مالیې وزارت وکولی شول، چې د کال تر پایه ۱۷۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مالې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د یوې غونډې پرمهال ټینګار وکړ، چې مالیې وزارت، له افغانستان بانک سره د جامع الکټرونیکي سیستم وصلېدو، د ګمرکونو د قیمت ټاکنې پروسې الکټرونیکي کولو، د مالیاتي شخړو د حل بورډ رامنځته کولو او د ګمرکي ځیرک سیستم ګټې اخیستنې په شان ډېر اړین اصلاحات رامنځته کړي دي.

نوموړي همدارنګه وویل، د مالیې وزارت ژمن دی چې د دې وزارت تش او پیشنهادي بستونه په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته وړاندي کړي، چې دغه بهیر عملاً پیل شوى دى.